IQNA

اسرائيلي نیواکګرو د قدس په ختیځ کې یو بل جومات په بشپړډول ړنګ کړ

6:31 - November 13, 2024
د خبر لمبر: 3490152
ایکنا - اسرائيلي نیواکګرو دقدس په ختیځ کې په جبع سیمې کې یو جومات سره د څو نورو ودانیو په بشپړ ډول په کنډوالې بدل کړ.

ایکنانیوزد القدس له قوله راپور راکړ،د نیواکګرو پولیسو  په بشپړ ملاتړ سره  په سلګونو  صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو  دالاقصی جومات په صحنونو باندې یرغلونه کړي دي ، داپه داسې حال کې وو چې  صهیونیسټي پوځیانو له سهار وختي راهسې پر مسلمانو لمونځ ګوزارو  باندې د باب المغاربه  دروازه  بنده کړې  او  په سلګونو صهیونیسټانو ته ئې  په الاقصی جومات د یرغل او ورته ئې د خپلو تلمودي  دینی دستورو دترسره کولو  اجازت ورکړی.
له بل پلوه  دصهیونسټي رژيم بولډزرو  همداراز د قدس شریف  په ختیځ کې واقع په جبع سیمې کې  په عرب العراعره  کوڅې کې یو جومات او  څوودانۍ  هم نړولي دي.
 دقدس په شاوخوا ؛عرب جهالین کلي کې څه ډپاسه اتیا کورنۍ ژوند کوي او صهیونیسټي پوځیانو  ددوي په کلي کې څو ودانۍ هیڅ په هیڅه  ورانې کړي دی چې   نورو ودانیو د ړنګولو لپاره یوه سریزه شي.
په عین  حال کې  په همدې چوکاټ کې نیواکګرو عسکرو  د لویدیځي غاړې په څو سیمو باندې  خپلو پراخو تیریو ته دوام ورکړی دی  چې په هغو کې  یو په الجلزون کیمپ باندې  په پراخ ډول یرغل دی  چې تر څو ساعتونو پورې ئې دوام درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4247888

captcha